تازه خبرونه
د ۵ ولایتونو او هندوانو حوزې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې
د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلام کې ځنډ ډېرې نیوکې را پارولي او کوم نوماندان، چې ګټونکي اعلام شوي د دغه بهیر پر ژر بشپړیدو ټینګار کوي.
د ولسي جرګې ټاکنو بریالی نوماند نعمت الله کریاب وایي، چې د پارلمان ۱۷ دوره دې ژر اعلام شي؛ ځکه د مقننه قوې په نه شتون کې به نظام نیمګړی وي.
د ولسي جرګې ټاکنو بریالی نوماند خان محمد وردک له ټاکنو خپلواک کمیسیون غواړي، چې د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې دې ژر اعلام شي، چې د ولسي جرګې برخلیک روښانه شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هرات، غور، بلخ، پکتیا، بادغیس او هندوانو حوزې د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي، چې مونږ دواړو کمیسیونونو وغوښتل، چې د ۵ ولایتونو او هندوانو د حوزې وروستۍ پایلې دمګړۍ په ډاګه کړو او ټولو ته د بریالیتوب غوښتونکي یو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د راتلوونکیو ټاکنو د مهالوېش پر سر خبرې روانې دي او ژر به اعلام شي.
خبریال: سمیع جهش