تازه خبرونه

د ۶۰۰ طالب بندیانو خوشې کول قانوني ندي ـ حنیف اتمر

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي؛ هیڅ داسې قانون نشته، چې له مخې یې شپږ سوه  طالب زندنیان خوشې شي.

 د اتمر د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د نوملړ څلور زره څلور سوه طالبان خوشې شوي؛  خو د پاتې شپږ سوه بندیانو د خوشې کولو په اړه ستونزې قانوني پاملرنه غواړي.

اتمر وايي؛ حکومت له طالبانو غوښتي، چې دغه شپږ سوه لانجمن طالب زندانیان پریږدي او نوی نوملړ حکومت ته وسپاري.

دی زیاتوي، چې د بندیانو نه خوشې کول؛ باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو د ځنډولو پلمه نشي.

دی وايي، چې له طالبانو یې غوښتي د دغو زندانیانو بدیل نوملړ حکومت ته وسپاري. هغه له طالبانو دا هم وغوښتل، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره ښه نیت وښيي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، چې د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل غوښتنه کوي؛ نو، ځکه له طالبانو غواړي، چې د خبرو د نه پیلولو لپاره پلمې جوړې نه کړي؛ نړۍ او د سیمې هېوادونه دې اجماع ته رسیدلي، چې سوله له جګړې ګټوره ده.

اتمر زیاته کړې، چې حکومت د نړۍ له نورو هېوادونو سره یو ځای هڅه کوي طالبان د افغانانو خپلمنځی خبرو ته قانع کړي.

نوموړی د جرمنی له بهرنیو چارو وزیر سره پر غږمزي خبرې کړي او وایي، چې که دواړه خواوې هوکړه وکړي؛ نو هېواد یې چمتو دی، چې د خبرو کوربتوب وکړي.

طالبانو ویلي، چې د لومړي پړاو خبرو لپاره قطر هېواد غوره شوی دی.

له دې مخکې افغان ولسمشر ویلي وه، چې لومړی پړاو خبرې به په غالب ګومان په قطر,کې کیږي او د چین, ناروې, جرمني او جاپان په ګډون په نورو هېوادونو کې هم دغه خبرې شونې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه پېنځه میاشتې, مخکې په قطر کې لاسلیک شوه. د دغې هوکړې له مخې امریکا له افغانستان زرګونه سرتېري وایستل؛ خو د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره تر اوسه زمینه نده برابره شوې.

Trending

Exit mobile version