تازه خبرونه
د ۷۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د کابل ښاروالۍ اته پروژې منظورې شوې
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي؛ په تېرو دوه اوونیو کې د ۷۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د کابل ښاروالۍ اته وړاندیز شوې پروژې تصویب شوې دي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د ملا عبدالغني برادر د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې په تېر یو نیم کال کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د کابل څېره مخ پر بدلېدو ده.
د ملابرادر د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په کابل ښار کې د ښار د صفايۍ په ګډون د سړکونو د بیارغونې او جوړولو عملي چارې روانې دي.
د هېواد اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې په هېواد کې د سترو ملي پروژو له پلي کېدو سره به د خلکو اقتصادي حالت هم ښه شي.
د پلازمېنې يو شمېر اوسیدونکيو ويلي، چې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره د سړکونو رغول او له يو بل سره د نښلوونکیو سيمو جوړول يو مثبت ګام دى.
د کابل ښاروالۍ د څرګندونو پر بنسټ دې ادارې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د رغولو، څلورلاریو د جوړولو، غرفو لګولو او نورو عامه خدمتونو په برخو کې ۴۰ پروژې وړاندې کړې دي.
