1393ټاكنې
د ۸۸۵ محلونو د رایو صندوقونه قرنطین شوي دي
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ۸۸۵ محلونو د رايو صندقونه قرنطين كړي دي. د شكايتونو كميسيون وايي، چې د رايو دا صندقونه، په كندهار، فارياب او جوزجان ولايتونو كې د ځانګړو كانديدانو په ګټه په تقلبي ډول ډك شوي دي او اسناد يې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته استولي دي.
په ټاكنو كې له درغليو د رايو تر قرنطين پورې. د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون کمېشنر عزیزالله اریافر وايي، د تقلب او درغليو له كبله يې د ۸۸۵ محلونو رايې قرنطين كړې دي.
په همدې حال كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولينو هم ويلي، چې د رايو ۳۰۰ محلونه یی تثبيت كړي، چې ښايي درغلۍ پكې شوې وي.
په ټوليزه توګه د ۱۱۸۵ محلونو رايې قرنطين شوې دي، چې زياتره يې په نا امنو سيمو كې دي.
د ټاكنو د ۵۸ مې مادې له مخې د هغو محلونو صندقونه بايد قرنطين شي، چې په باب يې د تقلب كره شواهد موجود وي، او د څارونكو په مخ كې پرانيستل شي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو قسمي پايلې اعلان شوي، دا نده څرګنده، چې په اعلان شويو پايلو كې د قرنطين شويو محلونو رايې به شاملې وي او كه نه؟
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون مسولين وايي:
په كندهار كې د ۱۳۷ مورده درغلۍ او سرغړونې
په فارياب كې ۲۰ مورده درغلۍ او سرغړونې
او په جوزجان كې په يو مورد كې جدي درغلۍ او تقلب له دوى سره ثبت شوى دي.
د افغانستان د ولسمشريزو ټاكنو د قسمي پايلو تر اعلان او د تقلب او درغليو د ګڼو رپوټونو تر خپرېدو وروسته د ټاكنو مسئله جدي رنګ نيسي. وبه ليدل شي، چې د له زرو د زياتو محلونو د رايو قرنطين به پر لومړنيو پايلو څه اغېز وكړي!