تازه خبرونه
د ۹۷ میلیون نویو سندونو موندل؛ په افغانستان کې د بریټانیا د جنګي جرمونو د تور څېړنه وځنډېده
د بریټانیا دفاع وزارت د وکیلانو لهخوا په خپور شوي لیک کې راغلي، دغه اسناد د معلوماتو په یوه ستره ټولګه کې موجود ول. له دې مخکې داسې انګېرنه کېده، چې ډېره برخه به یې له څېړنې پاتې وي.
د بریټانیا دفاع وزارت د ۹۷ میلیون نویو سندونو له موندل کېدا خبر ورکړی، چې ښايي یو شمېر یې په افغانستان کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې د جنګي جرمونو د ادعاوو له عامه څېړنې سره تړاو ولري.
د بریټانیا دفاع وزارت د وکیلانو لهخوا په خپور شوي لیک کې راغلي، دغه اسناد د معلوماتو په یوه ستره ټولګه کې موجود ول. له دې مخکې داسې انګېرنه کېده، چې ډېره برخه به یې له څېړنې پاتې وي.
د دغې څېړنې مشر چارلز هیډن-کیو د اسنادو په پېژندلو او وړاندې کولو کې د ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي: که دغه نوي موندل شوي اسناد چټک ونه څېړل شي د څېړنې بهیر، چې اوس پرمختللیو پړاوونو ته رسېدلی؛ نور هم وځنډوي.
دغه څېړنه په ۲۰۲۳ز.کال کې د بيبيسي لهخوا د یوه مستند فلم له خپرېدا وروسته پیل شوه. په دې مستند فلم کې داسې ادعا شوې وه: د بریټانیا ځانګړو هوايي ځواکونو، چې SAS نومیږي؛ څه باندې یوه لسیزه مخکې د افغانستان د جګړې پر مهال ۵۴ کسان په مشکوکو شرایطو کې وژلي دي.
د څېړنې مشر زیاته کړې: د جمعې ورځې په غونډه کې به د بریټانیا له دفاع وزارت څخه وغواړي، چې ډاډ ورکړي؛ هر هغه سند، چې له دغې څېړنې سره تړاو لري چټک وپېژني او څېړنې ته یې وسپاري او دا حالت دا ډول بیا تکرار نهشي.
ټاکل شوې وه، چې دا څېړنه لږ تر لږه یو لنډمهالی راپور په ۱۸ میاشتو کې خپور کړي؛ خو د څېړنې له پیل نږدې څلور کاله تېرشوي او تر دې دمه هېڅ موندنه خپره شوې نهده.
د بریټانیا دفاع وزارت د جمعې ورځې له غونډې مخکې د دې موضوع په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.