نړۍ

د G-7 مشرانو له اوکراینه د ملاتړ ژمنه څرګنده کړه

Published

on

د اووه اقتصادي قدرتونو مشرانو له اوکراین څخه د اوږدې مودې د ملاتړ ژمنه کړې او ټاکل شوې، چې د آلمان د آلپس په غرنۍ سیمه کې د ناستې پر مهال د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره انلاین خبرې وکړي.

د G-7 مشران به د دوشنبې پر ورځ خپله درې ورځنۍ سرمشریزه له اوکراین څخه پر ملاتړ پیل او راوڅرخوي.

د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې؛ د پېنځه دیموکراتیکو مخ پر ودې اقتصادونو مشران ( هند، اندونیزیا، سویلي آفریقا، سنګال او ارجنټاین) د اقلیم د بدلون، انرژۍ او نورو مسلو په اړه له خبرو اترو وروسته هم له هغو سره یوځای شي.

د اوکراین جګړې د دغو هېوادونو د مشرانو ذهنونه اغېزمن کړي او د یکشنبې پر ورځ یې د سیمې په یوه ښکلي هوټل کې خپله سرمشریزه په داسې حال کې پرانیستله، چې روسي توغنديو له څو اوونیز ځنډ وروسته یو څل بیا د اوکراین مرکز کیف تر برید لاندې ونیوه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پیل څخه په دې فکر کې دی، چې ناټو او G-7 به ووېشل شي؛ خو مونږ دا کار ونکړ او کوو یې هم نه!

 د بریتانیا بوریس جانسون مشرانو ته خبرداری ورکړ، چې ځانونه ستومانه احساس نکړي.

د آسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ، دوی فرصت لري، چې زیلینسکي ته خپل دا یووالی وښيي او له کیف سره د مالي او نور ملاتړ لپاره خپله ژمنه بیا تائید کړي.

بایډن هیله من دی، چې اروپا ته له خپل سفر څخه ګټه پورته کړي؛ د ائتلاف د یووالي اعلان وکړي، روسیې ته پر اوکراین د برید سزا ورکړي او فشار پرې راوړي. په داسې حال کې، چې پر اوکراین برید پېنځمې میاشتې ته غزېدلی دی.

د سرمشریزې کوربه هېواد لومړی وزیر اولاف شولز ډاډمن دی، چې له دې ناستې د اوکراین لپاره د مارسال پلان د پلي کولو لپاره ګټه پورته او دا هېواد بیا ورغول شي.

شولز ویلي، چې د اوکراین بیا رغول به نسلونه وخت ونیسي.

د G-7 هېوادونو هوکړه کړې، چې د اوکراین سمدستي اړتیاوې تمویل کړي.

د دې ډلې د مالیې وزیرانو تېره میاشت هوکړه کړې وه، چې کیف ته ۱۹ اعشاریه ۸ میلیارد ډالرو اقتصادي مرستې چمتو کړي، چې وکولی شي د روسي ځواکونو پر وړاندې دفاع وکړي.

Trending

Exit mobile version