تازه خبرونه
د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه
اوبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د هڅې پرمهال یو پیغام راښکاره شوی، چې په کې لیکل شوي”د سرور IP ونه موندل شوه.”
د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې اوبپاڼه د شنبې پر ورځ آفلاین ښکاره شوې؛ ځکه د ټرمپ حکومت هڅه کوي، چې دا اداره د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې راولي.
اوبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د هڅې پرمهال یو پیغام راښکاره شوی، چې په کې لیکل شوي”د سرور IP ونه موندل شوه.”
د جمعې پر ورځ دوه سرچینو، چې له دې بحثونو سره بلد دي، ویلي؛ د ټرمپ حکومت غواړي، چې د دې ادارې خپلواکي لغوه کړي او د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې یې راولي.
ډیموکراټانو له بهرنیو چارو وزارت سره د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د احتمالي ادغام په اړه اندېیښنه څرګنده کړې ده.
دوی وايي، چې ټرمپ د یوې خپلواکې ادارې د له منځه وړلو قانوني واک نلري او د USAID کار د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ( د سلواغې لومړۍ) یو اجرائیوي فرمان صادر کړ او د امریکا بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، چې له ” لومړۍ امریکا ” پالیسۍ سره د هغې اغېزمنتوب وارزول شي.
