تازه خبرونه

د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې د قوش‌تېپې کانال پر جوړولو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ارال بحیرې د نړیوال وجهي صندوق د سرمشریزې په غونډه کې د افغانستان د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په دې کتنه کې، چې د جمعې پر ورځ (د وږي پر ۲۴ ) د تاجکستان په پلازمېنه کې جوړه شوې وه؛ میرضیایف وویل: په حقیقت کې زمونږ د سیمې د اوبو د مصرف په بهیر کې یو نوی ګټه اخیستونکی راڅرګند شوی، چې د سیمې له هېوادونو سره هیڅ ژمنتیا نه‌لري. تاسې ښه پوهیږئ، چې د افغانستان لوري په فعاله توګه دا کانال جوړوي، چې ګټه اخیستنه ترې کولی شي په مرکزي اسیا کې د اوبو اوسنۍ کچه بدله کړي.

په دې کتنه کې د ازبکستان ولسمشر د قوش‌تېپې کانال د جوړولو او د هغې د اغېزو د مطالعې لپاره د څېړنیزو بنسټونو په ګډون د یوې ګډې کاري ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه.

ده همداراز وړاندیز وکړ، چې د ګډو سرچینو په اړه دې په تیلیفوني خبرو کې د افغان استازیو ګډون ته هم پام وشي.

د افغانستان په شمال کې د قوش‌تېپې کانال، چې یو له سترو کانالونو څخه دی؛ تېر کال په وري میاشت کې پرانیستل شو.

د قوش‌تېپې د اوبو کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له امو سینده پیلږي او د بلخ د حيرتان، دولت‌اباد او جوزجان د اقچې له ولسوالیو تېریږي او د فارياب ولایت د اندخوى ولسوالۍ په لمنو کې پای ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version