سیمه ییز خبرونه
رابرټ ګيټس: اوباما د افغانستان جګړه خپله جګړه نه ګڼي
د امريكا د دفاع پخوانى وزيررابرټ ګيټس وايي، چې باراك اوباما د افغانستان د جګړې پر تګلارې باور له لاسه وركړى و، او غوښتل يي له دې هېواد څخه د خپلو ځواكونو د وېستلو لپاره لار پېدا كړي.
افغانستان د ټولو نړيوالو ځواكونو د وتلو په درشل كې، خو په دې هېواد كې د نړيوال ائتلاف د مسئول د بې باوري خبره د ديارلس كلنې جګړې تازه څېره ښيي.
د امريكا د دفاع پخوانى وزير رابرټ ګېټس د افغانستان د جګړې لپاره د باراك اوباما او د هغه د مرستيال پر تګلارو نيوكې كوي.
رابرټ ګيټس له جګړو څخه د يوه وزير د خاطراتو تر سرليك لاندې خپل كتاب كې په سپينه ماڼۍ كې د ۲۰۱۱ كال يوې ناستې ته اشاره كړې ده.
نوموړی وایي، چې زه هلته ناست وم، فكر كوم، ولسمشر اوباما پر خپل قومندان باور نه لري، پر ولسمشر كرزي باور نه لري، پر خپلې تګلارې باور نه لري او د افغانستان جګړه خپله جګړه نه ګڼي. هغه له افغانستان څخه وتل غواړي.
د رابرټ ګېټس د خاطراتو دا كتاب، چې ۵۹۴ پاڼې لري، يوه اوونۍ وروسته به بازار ته وړاندې شي. په دې كتاب كې د امريكا د ولسمشر د مرستيال جوبايډڼ په باب ليكل شوي، چې د هغه ټولې پرېكړې په تېرو څلورو لسيزو كې د بهرني سياست د اساسي مسايلو او ملي امنيت په برخه كې له تېروتنو څخه خالي نه وې. خو دا بې باوري به د افغانستان پر حالت څه اغېز ولري.
په همدې حال كې سپينې ماڼۍ ويلي، ولسمشر اوباما د ښاغلي بايډن په اړه د رابرټ ګېټس له نظر سره مخالف دى. د سپينې ماڼۍ يوه وياند ويلي، جوبايډن په نړۍ كې د امريكا د مشرتابه د لوړولو لپاره مرسته كړې ده.