تازه خبرونه
راتلونکي لمریز کال به په افغانستان کې اقتصادي معاملې پراخې شي- غني
داپه داسې حال کې ده،چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د وارداتو او صادراتو له پاره پرپاکستان اتکا کړې؛خو ولسمشر غني، چې د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته څرگند شو،دا د حل لار نه گڼي او وایِ، چې افغانستان باید په سیمه کې خپل موقعیت ته په پام له گاونډ هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې ولري.
هغه وایِ، چې د منځنۍ آسیا څو هېوادونو ته د ده وروستي سفرونه د همدې هدف له پاره ول.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د ترکمنستان له خاورې افغانستان ته د اورگاډي غزیدلې پټلۍ د فاریاب آقینې بندر ته را ورسیږي، چې له دې لارې مونږ کولی شو اروپایی بازارونو ته لاسرسی پیدا کړو.
ولسمشر زیاتوي، د راتلونکي کال په لومړیو کې به له ترکمنستان څخه د وارداتي تیلو پایپ لاین هم آقینې ته را ورسیږي، چې په دې به افغانستان له آسانۍ سره د خپلې اړتیا وړ تېل تر لاسه کړي.
ولسمشر وایِ، د خلیج عربي هېوادونو ته یې هم د هند په مرسته د لاسرسي هڅې پیل کړي دي.
د هغه په وینا؛ د هند په مرسته د ایران په چابهار بندر هم کار روان دی، چې په بشپړېدو به یې افغانستان د بهرنیو هېوادونو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او هم به یې سوداگریزه راکړه ورکړه زیاته شي.
مخکې له دې د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې په ځلونو له حکومت غوښتي، چې په سوداگریزو راکړو ورکړو کې یوازې پر پاکستان اتکا ونه کړي.
خبریال: اسلم حجاب.