پرمختګ او بشپړتیا

راتلونکې اوونۍ به د سارک هېوادونو استازي کابل ته راشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې په راتلونکي اوونۍ کې به د سارک غړيو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازي افغانستان ته راشي.

د دغې خونې د رسنیو د برخې مسوول صیام الدین پسرلي ویلي، چې دغه سوداګر به په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او د افغان ولسمشر په ګډون به له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو سره وګوري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې کانونو، برښنا، کورنیو تولیداتو او یو شمېر نورو برخو د پانګونې ښې زمینې برابرې کړې دي.

سارک هېوادونه په خپل منځ کې د همکارۍ او همغږۍ لمن ورځ په ورځ پراخوی. د دوی ډېری هڅې د ټکنالوژۍ رواجول، د اقتصادی پرمختگ چټک کول، د معلوماتو خپرول، د ټولنیزو ستونزو له منځه وړل او د نشه یی توکو او ترهگرۍ ورکول دی؛ خو په دی ټولو کی دسارک د پام وړ دنده د سوداگریزو مرستو او همغږۍ ډېرول دی.

په سارک ټولنه کې د اقتصاد، سوداگرۍ، صادراتو او وارداتو موضوعاتو ته د لومړیتوب په سترگه کتل کیږي.

سارک یا د سویلي آسیا له پاره د سیمه ییزې همکارۍ ټولنه د ۱۹۸۵ میلادی کال د دسمبر په اتمه نېټه د بنګلدیش د داکا په ښار کې د اووه سویلي آسیا هېودونو په غړیتوب جوړه شوه.

د سویلي آسیا دغه اووه هیوادونه (هندوستان، بنګلدیش، پاکستان، بوتان، نیپال، سریلانکا او مالدوس) دي، چی وروسته بیا د ۲۰۰۷ م کال د اپریل په درېیمه نېټه افغانستان هم د سارک ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.

سارک د خپل شتون په تېرو ۳۱ کلونو کې ډېر ځله د سوداگریزو مسایلو په ځای پر سیاسي شخړو او سیمه ییزو نا ارامیو بحثونه کړي؛ خو د هند او پاکستان ناندرو یې وږو خلکو ته د ډوډۍ رسولو موخه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

Trending

Exit mobile version