سوداگري

راتلونکې اوونۍ به د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګریزې الوتنې پیل شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې په راتلونکۍ اوونۍ کې به د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګریزې الوتنې پیل شي.

په افغانستان کې د سیاسي بدلون او اسلامي امارت د رامنځته کیدو راپدیخوا اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه نور هم ټکني شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې په هېواد کې د امنیت له خوندي کیدو سره د اقتصادي چارو د پیل کیدو هڅې روانې دي.

د دې خونې مسوولینو له آریانا نیوز سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې په راتلونکۍ اوونۍ کې به د هوايي دهلیزونو له لارې بهر ته سوداګریزې الوتنې پيل شي او په لومړۍ الوتنه کې به د افغانستان جلغوزي بهر ته صادر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د امریکا لخوا د افغانستان د پانګې کنګلولو د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي: الوتنې چمتو دی. ان شالله په راتلونکیو څلور ، پېنځه ورځو يعنې راروانه اوونکۍ کې به د کارګو لومړۍ الوت تر سره شي.

نوموړی له افغان سوداګرو سره د پاکستان پر چلند نیوکه کوي او وايي، چې افغان سوداګرو ته یې ستونزې جوړې کړي دي او له دغه هېواده غواړي، چې له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې وپالي.

محمد یونس مومند وایي: اوسنۍ کړنې ناسمې دي: مونږ د خپل هېواد په ټولو اقتصادي برخو کې له ټولو ملګرو، ګاونډ هېوادونو غواړي، چې اقتصادي وضعیت سم کړي؛ مونږ دوه اړخیزو اړیکو ته درناوی لرو.

د امریکا لخوا د افغانستان شاو خوا لس میلیارډه ډالر کنګل شوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د څرګندونو له مخې د افغانستان پر اقتصاد یې ناوړه اغېزه کړې ده.

نوموړی په سپین بولدک او تورخم کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزیزو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي او وایي: مونږ د خپلو بندو پیسو د آزادولو غوښتونکي یوو؛ زمونږ روان بانکي سیسټم هم همدغو بندو پیسو له ستونزو سره مخ کړی او ټولې لویې پروژې درېدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د بانکي خدمتونو عادي کیدل به د سوداګرۍ او اقتصاد له غوړیدا سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version