تازه خبرونه
راتلونکې اوونۍ به پر افغانانو او پاکستانیانو امریکا ته د سفر بندیز پلی شي – رویټرز
دا نوی بندیز هغه لسګونه زره افغانان، چې په امریکا کې یې د بیا میشتېدنې لپاره کارونه خلاص شوي او یا د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) لرې؛ اغېزمن کړي.
رویټرز راپور ورکړی؛ شونې ده، چې راتلونکې اوونۍ د امنیتي دلایلو له کبله امریکا ته پر افغانانو او پاکستانیانو د سفر بندیز پلی شي.
دا نوی بندیز هغه لسګونه زره افغانان، چې په امریکا کې یې د بیا میشتېدنې لپاره کارونه خلاص شوي او یا د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) لرې؛ اغېزمن کړي.
د جنوري پر شلمه ټرمپ له واکمنېدو سره سم یو اجرائیوي فرمان صادر کړ، چې له مخې یې؛ د هر بهرني وګړي د امنیتي څارنې کچه لوړه شوه، چې غواړي امریکا ته سفر وکړي.
د امریکا د کابینې غړو ته وویل شول؛ د مارچ تر دولسمې پورې دې د هغو هېوادونو نوملړ وروسپاري، چې سفر ترې جزئي یا په کامل ډول ځنډېدلی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ افغانستان به د هغو هېوادونو پر وړاندیز شوي نوملړ کې وي، چې سفر ورته په بشپړ ډول ځنډول شوی دی.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر بیا میشتېدنې د څارنې دفتر هڅه کوي، چې د SIV لرونکي کسان د نوي سفر له بندیز څخه معاف کړي؛ خو یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې تمه نهکیږي، چې دا وړاندیز به ومنل شي.
