تازه خبرونه

راتلوونکې اوونۍ به په ختیځ کې شفق نومي، نوي عملیات پیل شي-غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جمعې په ورځ سیلاب قل اردو د ولسمشرمحمد اشرف غني، د دفاع اوکورنیو چارو وزیرانو کوربتوب وکړ.

ولسمشر لومړی په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له خوا د وژل شویو هېواد والو فاتحه واخسته. څو ساعته یې د بندو دروازو ترشاه له امنیتي منسوبینو سره ناسته وکړه او وروسته یې سرتېرو ته په وینا کې وویل:  په راتلوونکي اوونۍ کې به په ختیځ کې د وسلوالو مخالیفینواو په ځانګړي توګه د داعش پرضد د شفق په نوم عملیات پيل شي، چې په کې به د داعش جرړې وویستل شي.

د افغانستان ولسمشر  محمد اشرف غني وویل: د افغان ځواکونو د قربانیوپه پایله کې پرافغان حکومت د نړۍ باور نور هم ډېر شوی او نړۍ ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د امنیتي ځواکونو پشپړ ملاتړ کوي.

ده زیاته کړې، چې له وسلوالو سره د جګړې مشري افغان ځواکونو کوي؛ خو د اړتیا په صورت بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره هر راز مرستې ته چمتو دي او له دې وروسته به هر ډول وسلوال په نښه کوي.

ولسمشر دغه راز په ډاګه کړې، چې اوس هم د افغانستان دښمنان د حکومت د ړنګولو هڅې کوي او بې ګناه افغانان وژني؛ خو په وینا یې، سختې ورځې په ختمېدو دي او راتلوونکي دوه کلونه د افغانانو له پاره سرنویشت ټاکوونکي دي.

هغه وايي، وسلوال که سوله ونه کړي؛ پرته له دې، چې و وژل شي بله لار نه لري.

ولسمشر وویل، د سولې له پاره یې له ټولو ممکنو لارو استفاده وکړه؛ خو د طالبانو بادارنو هغوی ته اجازه ورنه کړه، چې سوله وکړي.

ده زیاته کړه، چې: جګړه نه کوي؛ خو باوري دی، چې تپل شوې جګړه به افغان ځواکونه ګټي.

هغه دا هم وویل؛ افغان ځواکونه داخلي جګړه نه، بلکې د سیمې د ګټو له پاره جګړه کوي. ولسمشر ژمنه وکړه، چې وژل شویو سرتېرو ته به مېنې ورکړي او مسوولینو ته یې امر وکړ، چې د سیلاب قل اردو ، هغه منسوبینو او سرتېرو، چې په دنده کې وړتیا ښودلې مکافات کړي. خبریال: رحمت الله زیارمل.

Trending

Exit mobile version