تازه خبرونه

راتلونکی ولسمشر به د سولې د راوستو صلاحیت لرونکی وي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني وایي، خلک باید د نوي ولسمشر له ټاکلو سره د سولې په اړه هغه ته د پرېکړې کولو واک ورکړي.

ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین( د زمري ۳) د ارګ په سلامخانه ماڼۍ کې په نورستان، کونړ، لغمان او لوګر ولایتونو کې د ۱۵ بېلابېلو پرانیستل شویو پروژو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په ارګ کې د کونړ، لغمان، نورستان او لوګر ولایتونو سیاسي او قومي مشرانو په دې ولایتونو کې د پراختیایي پروګرامونو په اړه له ولسمشره د کار غوښتنه وکړه.

ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ ټاګنې حتمي بولي او وایي، له ټاکنو پرته به دیکتاتور نظام جوړ شي.

نوموړي د دغې ناستې ګډونوالو ته د ولسمشرۍ پر ټاکنو ټینګار وړاندې کوي او ښيي، چې راتلوونکی ولسمشر به له طالبانو سره د سولې په اړه پرېکړه کوي.

هغه وایي؛ سوله او ټاکنې د یو او بل پر ضد ندي. خلک به ولسمشر ته صلاحیت ورکوي، چې سوله راولي.

دغه راز ولسمشر غني ګاونډ هېوادونو ته خبرداری ورکوي؛ که ګاونډ هېوادونه له باثبات افغانستان پرته بل ډول فکر ولري، په وړاندې یې د افغانستان توره تېره ده.

د ښاغلي غني د څرګندونو له مخې؛ نن هغه وخت رارسیدلی، چې ګاونډ هېوادونه باید د افغانستان سوله او ثبات د ټولو په ګټه ومني. که څوک بل فکر ولري، پر ضد یې زمونږ توره تېره ده.

په ارګ کې دا ډول ناستې د اشرف غني د سیالانو او منتقدینو لخوا تل دا له وخت مخکې ټاکنیز کمپاینونه یادیږي.

د غونډې یو ویناوال د ارګ له تریبیون څخه ټاکنیز شعار ورکوي او وایي داځلي موبیا ټاکو- تابه خامخا ټاکو.

ولسمشر پر ملکي تلفاتو هم نیوکې کوي او دولتي ځواکونه هم د ملکي تلفاتو یو عامل بولي او وایي، له طالبانو  سره د سولې هوکړې په درشل کې ملکي تلفات ورته د منلو ندي.

Trending

Exit mobile version