تازه خبرونه
راتلوونکې اوونۍ به د ښوونځیو د زدکړو بهیر د رسنیو له لارې پیل شي
ولسمشر به راتلوونکې اوونۍ د ښوونځیو د درسي چارو د پیل زنګ ووهي او د زدکړو بهیر به د رسنیو له لارې انلاین پیل شي.
د ښوونځیو او پوهنتونونو ښوونیز او تحصیلي بهیر د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره ځنډول شوی او پوهنې وزارت انلاین د رسنیو له لارې د زدکوونکیو د زدکړې پر پلان کارکوي.
د دې پلان له مخې به ساینسي مضمونونه د تلویزیونونو له لارې او ټولنیز مضمونونه په راډیوګانو کې د ځانګړي مهالوېش له مخې تدریس شي.
د پوهنې وزارت وایي؛ کومه طرحه، چې لري، د زدکوونکیو د مهالوېش له تنظیمولو سره کولی شي د تلویزیونونو او راډیوګانو له لارې د زدکوونکیو ستونزې له شپېته تر اویا سلنه حل کړي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت څرګندوي: تر دې دمه رسمي خپرونې پیل شوې ندي او ان نه مو د رسنیو له لارې پر آزمایښتي بڼه څه کړي دي. یو شمېر رسنیو چمتووالی ښودلی دی. په راتلونکې اوونۍ کې مو رسمي او ازمایښتي انلاین خپرونې د ولسمشر غني لخوا د ښوونځیو د زنګ پر وهلو پیلیږي.
د لوړو زدکړو وزارت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د انټرنټ واحد پروګرام جوړیدو خبر ورکوي.
د لوړو زدکړو وزارت مسوولین وایي، دا انټرنټي پروګرام به ټاکل شوې راتلوونکې اوونۍ خپل کار پیل کړي او د ټول افغانستان د استادانو او محصلانو تر منځ به ګډ کمپیوټري پروګرام وي.
که څه هم ځینو خصوصي پوهنتونونو له انټرنټي انلاین پروګرامونو سره له وړاندې زدکړې پیل کړي؛ خو ښکاري، چې په دې برخه کې د لوړو زدکړو وزارت پروګرام پراخه دی.
په هغه انلاین پروګرام کې، چې د محصلینو لپاره په ځینو خصوصي پوهنتونو کې تطبیق کیږي، ویل کیږي، چې محصلانو ته ډېر لګښت لري؛ خو د لوړو زدکړو وزارت ویلي، پر کوم پروګرام، چې دوی کار کوي، تر وروستي حده هڅه شوې، چې استادانو او محصلانو ته په وړیا ډول وړاندې شي.
