تازه خبرونه

راخوشې شوې کانادایي کورنۍ تورنتو ته رسیدلې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کانادا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د وسلوالو له منګولو را خوشي شوې۴ کسیزه کورنې د تورنتو ښار ته رسیدلې ده.

د کانادا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کانادا حکومت د دغې کورنۍ په راخوشې کولو کې هر اړخیزه ونډه اخیستې او په راتلونکي کې به هم د له دې کورنۍ سره خپلې مرستې راوانې ساتي.

جوشو بویل او میرمن یې د تېري پنجشنبې په ورځ د امریکا په پوځي الوتکه کې له تګ څخه له دې کبله ډډه وکړه؛ چې د ګوانتنامو د یوه بندي(عمر خضر) له خور سره یې واده کړی و او د دغې کورنۍ ویاندي يې هم کړې وه.

نوموړي له یوه کال وروسته د عمر خضر خور ته طلاق ورکړی و او بیا یې د امریکايي ښځي کیتلان کولمان سره واده کړی و.

هغه ویلي، چې د حقاني ډلې له خوا یې یوه لور وژل شوې او پر ښځې یې جنسي تېری شوی دی.

دواړه مېړه او ښځه په کال ۲۰۱۲ کې د جاسوسۍ په تور په وردګ ولایت کې د طالبانو له لوري نیول شوي وه او په بند کې یې له وروستۍ ښځې ۳ ماشومان پيدا شول.

دغه کورنۍ تېره پنجشنبه د پاکستان پوځ د امریکايي استخباراتو له معلوماتي مرستې او عملیاتو وروسته را خوشي او اوس یې هېواد ته د رسیدو اعلان وشو.

Trending

Exit mobile version