تازه خبرونه

راشدي: په افغانستان کی وروستۍ جګړه د کوکنارو جګړه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وایي چې په ولایتونو کې روانه جګړه، د تریاکو جګړه ده.
د دې وزارت مسوولین وایي، نشه یي توکو قاچاق وړونکي او مافیا د طالبانو په څنګ کې ولاړ دي او د افغان دولت په وړاندې جګړه کوي.
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې سرپرست وزیر دین محمد مبارز راشدي چې د مشرانو جرګې په عمومي غونډې کې خبرې کولې، وویل چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې تېروتنه کړې او دا ستونزه یې له تر هګرۍ سره د مبارزې په څېر په رسمیت ونه پیژنده.
مشرانو جرګې په هیواد کی د کوکنارو د کښت او په نشه یی توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله، له نشه یي توکو سره د مبارزې او د عامې روغتیا وزارت سرپرستان عمومي غوندې ته وغوښتل.
د مشرانو جرګې غړي وایي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د نشه یي توکو معتادین د زیاتېدو په حال کې دي او د کوکنارو د کر مخه نه نیول کیږي.
راشدي په افغانستان کی له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې دیارلس کلنې هڅې ناکافي وبللې او ویې ویل، په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي او زیاتوي چې، په افغانستان کی وروستۍ جګړه د کوکنارو جګړه ده.
ښاغلی راشدي وایي، کورنۍ او بهرنۍ مافیایي کړۍ د خپلو ګتو له پاره د افغانستان په ناامنه کولو کې لاس لري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.
نوموړي له نوي حکومت هم غوښتنه وکړه چې له نشه یي توکو سره د مبارزې په اوسنۍ تګلارې بیا کتنه وکړي.

Trending

Exit mobile version