تازه خبرونه
راشد خان د افغانستان د شل آوریزه کرکټ لوبډلې له لوبدلمشرۍ استعفا وکړه
د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان آرمان په شل آوریزه نړیوال جام کې د افغانستان له لوبدلمشرۍ استعفا ورکړه او پر ځای یې محمد نبي وټاکل شو.
د راپورونو له مخې؛ راشد خان د افغانستان کرکټ بورډ د هغې پرېکړې په غبرګون کې له لوبډلمشرۍ هغه مهال استعفا ورکړه، چې د کرکټ ملي لوبډلې شل آوریز نړیوال جام ته د هېواد لوبغاړیو نوملړ اعلان کړ.
راشد خان ویلي: زه د لوبډلمشر او ملت ته د مسؤل په توګه حق لرم، چې د ټاکل شوي ټیم برخه پاتې شم. د ټاکنو کمېټې او د افغانستان کرکټ بورډ زما خوښه او رضایت ندی ترلاسه کړی.
زه پرېکړه کوم، چې سمدستي د افغانستان د شل آوریزې لوبې له لوبډلمشرۍ ګوښه شم. د افغانستان لپاره لوبه کول تل زما لپاره ویاړ و.
له دې مخکې راشد خان په رسمي ډول د شل آوریز نړیوال جام په سیالیو کې د هېواد لوبډلمشر ټاکل شوی و.
د افغانستان کرکټ بورډ تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شل آوریزه کرکټ نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شوی او ټاکل شوې، چې دا لوبې به د عمان او متحده عربي اماراتو پر کوربتوب د اکتوبر له ۱۷ څخه د نومبر تر ۱۴ پورې تر سره شي.
د افغانستان ملي لوبډله به د کرکټ نړیوالې شورا د مهم غړي په توګه په دغو لوبو کې برخه واخلي.