لوبی
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان ارمان د شنبې پر ورځ د ثور نههویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر وپېژندل شو.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څو کلونو وروسته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت پر بلنه کابل ته راغلی او د شنبې پر ورځ د دغه شرکت د مسوولینو لهخوا د افغان بیسیم د رسمي سوداګریز سفیر په توګه وپېژندل شو.
د راشد خان پر ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري وايي، چې راشد خان له سوداګریز او معنوي اړخه د افغان بيسیم د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس ویلي؛ هڅه کوي، چې د ټول هېوادوال په لرې پرتو سیمو کې د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
علي الله سروري زیاته کړې، د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه، نوې ټکنالوژي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې انټرنیټ ته لاسرسی او کارموندنه د دغه شرکت له مهمو موخو څخه دي.
د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سوداګریز سفیر راشد خان وايي: دا لومړی ځل دی، چې د افغاني شرکت د سفیر په توګه ټاکل شوی یم؛ خو هڅه کوي، چې د کرکټ په ډګر کې د ځلیدو ترڅنګ خلکو او هېواد ته خدمت هم وکړي.
د افغانستان کرکټ د شل اوریزو لوبو د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له څلور کلونو وروسته هېواد ته راستون او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
