لوبی
راشد خان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر شو
(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۰)
د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې راشد خان د شل آوریزه ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیب ځدراڼ یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوي دي.
د کرکټ بورد په خبرپاڼه کې راغلي؛ راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د کرکټ بورډ د مشرتابه فرهان یوسفزي له لوري د نړیوالو شل آوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه غوره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په شل آوریزه نړیوال جام لوبو کې د انګلستان، هندوستان او سویلي آفریقا له لوبډلو سره په (بي) ګروپ کې راغلی او دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه غوره شي.
ټاکل شوې، چې د دغو شل آوریزه نړیوال جام کوربتوب به په اکتوبر میاشت کې متحده عربي امارات او عمان کوي.