لوبی

راشد خان د هند غوره لیګ په سیالیو کې نوی دریځ خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۲)

د هند غوره لیګ د سیالیو په تاریخي بهیر کې د ګجرات تایتانز لوبغاړي راشد خان په ۳۲ توپونو ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د اتم نمبر لوبغاړي د منډو نوی دریځ یې خپل کړ.

د تېرې شپې په سیالیو کې ګجرات لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د ممبي اندینز لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ممبي لوبډلې هم د سوریاکومار یادو د سلیزې پر مرسته ۲۱۸ منډې جوړې کړې.

د ممبي لوبغاړي آکاش مدوال په دوه‌یم آوور کې د ګجرات ریدیمن ساها وسوځاوه.

د روهیت شرما توپ وهونکیو په بېلابېلو واټنونو کې پرمختګونه وکړل؛ ځکه، چې ګجرات د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو یوازې ۱۰۰ منډې جوړې کړې. که څه هم راشد خان د لس شپږیزو او درې څلوریزو له وهلو سره د لوبې وضعیت بدل کړ او په ۲۰۲۱ ز. کال کې د پت کامینز اتم نمبر هغه دریځ یې مات کړ، چې د لوبې پر مهال یې ۶۶ منډې جوړې کړې وې.

د جمعې د شپې په لوبه کې راشد خان نه یوازې د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېد، بلکې پر یوازې سر یې د ممبي څلور لوبغاړي هم وسوځول.

د هند پخواني کرکت لوبغاړي پارتیو پاتیل ويلي: توپ وهونکی راشد خان او توپ اچوونکی راشد خان دواړه ډګر ته راغلل. دا یوه لویه ضربه وه. زه فکر کوم، چې لوبه تقریبا پای ته رسیدلې وه؛ خو هغه نور پلانونه درلودل. ممبي اندینز غوښتل، چې ستره بریا خپله کړي؛ خو راشد یې په لاره کې خنډ و. زما په اند دا تر ټولو ښه توپ وهنه وه، چې یو د منځنيۍ کچې لوبغاړی یې په اوږده موده کې لوبوي. هغه شپږې، چې مونږ ولیدلې د باور وړ نه‌وې.

Trending

Exit mobile version