تازه خبرونه
راشد خان د يوې لسيزې غوره لوبغاړی وټاکل شو
د هېواد د کرکټ ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) لخوا د یوې لسیزې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د هېواد کرکټ تکړه ستوری راشد خان آرمان د کرکټ نړیوالې شورا د وروستۍ لسیزې په شل اوریزو سیالیو کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
ولسمشر اشرف غني د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره شوي لوبغاړي راشد خان په اړه په یوه پیغام کې نوموړی د افغانستان ویاړ بولي او وایي؛ راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي.
د راشدخان تر څنګ د نړی کرکټ مهم لوبغاړي “کریس گیل”، “کوهلی”، “ملینگا” او “ویلز” هم دې جایزې ته نوماندان ول.
همدا راز له هند څخه ویرات کولي په یوه ورځنیو سیالیو او له آسټرالیا څخه “سِمِت” په ټست لوبو کې غوره لوبغاړي ټاکل شوي.
د هېواد د کرکت د ډګر اتل راشد خان ویلي؛ خوشحال یم، چې د آی سي سي د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه مې وګټله. دا د ټول افغانستان ویاړ دی.