تازه خبرونه

راشد خان غواړي افغانستان د نړۍ له غوره لوبډلو سره ولویږي

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۳۹۹)

د کرکت ملي لوبډلې ستوري راشد خان له اړوند بنستونو غوښتي، چې ده ته دې د افغانستان د لوبو د ښوالي لپاره د نړۍ له غوره لوبډلو سره د لوبو فرصتونه ورکړي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي؛ د لوبغاړي په توګه د ودې کولو لپاره باید تاسې له غوره لوبډلو پر وړاندې ولوبیږئ.

هغه ویلي: کله، چې زه په ۱۷ کلنۍ کې آی پی ایل ته راغلم؛  ما لوبغاړي، د هغوی روزنه او ځان جوړونه ولیده زه پوه شوم، چې د ښه کیدو او وړتیاوو لپاره باید څومره کار وشي.

راشد خان زیاته کړې؛ مونږ له تېرو پېنځه کلونو راپدیخوا په دوه نړیوال جامونو کې دوه ځله له آسترالیا، انګلند او نیوزیلنډ سره لوبه کړې. زه هیله من یم، چې مونږ د دوی پر وړاندې ولوبیږو او پاتې لوبغاړي هم د پرمختګ ورته فرصت خپل کړي.

راشد خان دا هم ویلي، چې د کرکت لوړې درجې ته د افغانستان له رسیدو حیران شوم؛ خو ډېر ویاړ هم پرې کوي.

د کرکت د ډګر دغه ستوري په ډاګه کړې؛ کله، چې ما څو کاله مخکې نور لوبغاړي ولیدل، ما حتی فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به زه د نورو لپاره یوه بېلګه شم.

د نړیوال کرکت بورد له بشپړ غړیتوب وروسته افغانستان د ویست اندیز، آیرلند او بنګله دیش پر وړاندې یوازې څلور تیست لوبې ترسره کړي.

آسترالیا، انګلند، سویلي افریقا او نیوزیلند په کرکت تیست کورنۍ کې څلور غوره لوبډلې دي، چې تر دې دمه یې له افغانستان سره سیالۍ ته ښه راغلاست ندی ویلی.

Trending

Exit mobile version