لوبی

راشد خان په آسټرالیا کرکټ لیګ کې د ۶ لوبغاړیو پر سوځولو نوی ریکارډ خپل کړ

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د آسټرالیا په ۲۰ آوریزو تجارتي سیالیو کې د ۶ لوبغاړیو پر سوځولو نوی ریکارډ جوړ کړ.

تېره ورځ (چارشنبه د مرغومي ۲۲) راشد خان د آسټرالیا د ۲۰ آوریزو سوداګریزو سیالیو په یوه لوبه کې د مخالفې لوبډلې شپږ لوبغاړي حذف کړل او پایله یې د خپلې لوبډلې په ګټه بدله کړه.

راشد خان، چې د اډیلیډ ډیسټرایکرز لوبډلې لپاره لوبه کوله په څلور آورونو کې یې مخالفه لوبډله حذف او نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړی راشد خان د نړۍ د کرکټ په نړیوالو لوبو کې یو له غوره توپ اچوونکیو څخه شمېرل کیږي.

Trending

Exit mobile version