تازه خبرونه
راشد خان یو ځل بیا له آدلاید آسترایکرانو سره د لوبې هوکړه وکړه
آدلاید آسترایکرانو د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان کرکت ستوری راشد خان به د سږ کال د بیګ باش د آسترالیا لیګ په لوبو کې برخه واخلي.
د یاد کلب لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راشید خان ویلي؛ خوښ دی، چې بیا هم د آسترایکرانو لپاره لوبه کوي.
راشد خان ارمان وایي: زه ډېر خوښ یم، چې د بیګ باش په لسم پړاو سیالیو کې بیا د آستریکرانو لپاره ولوبیږم؛ ځکه له دې سیالیو سره مې له بیله مینه وه.
نوموړي زیاته کړې؛ آسترایکران راته له پیله د یوې کورنۍ په څېر ارزښت لري. زه له خپلو مینه والو مننه کوم، چې زما ملاتړ کوي او ما هڅوي، چې آدلاید خپل کور وګڼم.
د آدلاید آسترایکرانو روزونکی جیسون ګیلیسپي ویلي؛ د راشد له هغه وخته راپدیخوا د آدلاید ښاراو آسترایکرانو د یوه غوره لوبغاړي په توګه پېژندل شوی دی.
د آسترایکرانو لوبډلې ته د راشد خان د وراستنېدو خبر په داسې حال کې خپریږی، چې د ملي لوبدلې بل غړی محمد نبي به د ملبورن رنګراد لپاره بیا ولوبیږي.
ویل کیږي، چې د بیګ باش لوبې به د دسمبر په دوه یمه اوونۍ کې ترسره شي.