تازه خبرونه

راشد: د وروستیو اورښتونو له کبله نهه زره جریبه ځمکه ویجاړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د راوتلو سیلابونو له کبله له نهه زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او له اتو زرو زیات څاروي له منځه تللي دي.

مسولین وایي وروستیو بارانونو که څه هم کرنیزو فصلونو ته ګټه کړې؛ خو کروندګرو ته یې تر نهه میلیون ډالر مالي زیان هم اړولی دی.

سږکال په کابل، پروان، کاپیسا، خوست، بلخ، هرات،بادغیس،تخار، بغلان،نورستان، بدخشان اوسمنگان ولایتونو کې یوزرو اووه سوه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه، اته زره او دوه سوه څاروي تلف او کروندګرو ته له نهه میلیون ډالر زیات مالي زیان اوښتی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد:

په مجموع کې له 9175 جریبه زیاته کرڼیزه ځمکه زیانمنه شوې، یو زیات شمېر څاروي چې شمېر یې له اته زره څخه زیات اټکل شوي له منځه تللي.           

ښاغلی راشد وایي، دوی د اوښتو زیانونو د جبران توان نه لري، خو داسې پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې په تطبیق سره به یې په راتلونکې کې د دا ډول پیښو مخه ونیول شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، سږنیو اورښتونو کروندګرو ته درانه زیانونه اړولي، خو د تېر کلونو په پرتله یې کرنیزو محصولاتو ته زیاته ګټه اړولې ده.

Trending

Exit mobile version