تازه خبرونه

رباني: له ناټو او متحدینو یې غواړو چې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او روزنه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې د پروسې د بریالیتوب له پاره د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ډېر مهم بولي او وایی، افغان دولت د ګاونډیو په ځانګړې توګه پاکستان د ریښتینې ژمنې او ملاتړ غوښتنه لري ځکه پرته له دې به له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګ ستونزمن وي.

د بهرنیو چارو وزیر چې بروکسل کې د ناټو په مقر کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته خبرې کولې، دغه ناسته ډېره رغنده وبلله.

صلاح الدین رباني وایي، که څه هم افغانستان له یو لړ ننګونو سره مخامخ دی، خو تمه وه چې ښې کړنې ولري. ده وویل، دښمن له رواني اړخه ماتې خوړلې، خو د پاکستان له ریښتینې همکاري پرته ستونزمنه ده چې د سولې بهیر کې پرمختګ وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي:

« د سولې پروسې د بریالیتوب له پاره د پاکستان ملاتړ ډېر مهم دی. مونږ واقعاً د سولې پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو د ریښتینې ژمنې او ملاتړ غوښتنه لرو. ځکه د هغوي په ځانګړې توګه پاکستان له ملاتړ پرته به ستونزمنه وي چې مونږ د سولې او پخلاینې پروسه کې پرمختګ ولرو.»

د ښاغلي رباني په وینا، ناټو او متحدینو یې د پرېکنده ملاتړ په ماموریت کې له افغان ځواکونو څخه په مالي ملاتړ او د هغوی په روزنه ټینګار وکړ.

رباني زیاته کړه:

«د ناټو له متحدینو سره مو ګډه اعلامیه په افغانستان کې د امنیت په پراختیا، د سولې په ترویج، پرمختیا، د بشر حقونو په تامین او د قانون په حاکمیت تمرکز لري.»

ویل کیږي چې د پاکستان لومړي وزیر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد له امریکا او چین سره په ګډه همکاري کې د سولې د خبرو د بیا پیل له پاره هڅه کوي. د هغه په وینا، پاکستان چمتو دی چې د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ وکړي او دغې برخه کې همکاري ته تیار دی.

Trending

Exit mobile version