تازه خبرونه

رحمان‌الله لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی

کریسټي نوم زیاته کړې؛ چارواکي فکر کوي، چې رحمان‌الله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو مخکې په واشنګټن کې اوسېدلی دی.

Published

on

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ان‌بي‌سي ته ویلي، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ بریدکوونکي امریکا ته له راتګ وروسته افراطیت ته مخه کړې ده.

کریسټي نوم زیاته کړې؛ چارواکي فکر کوي، چې رحمان‌الله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو مخکې په واشنګټن کې اوسېدلی دی.

نوموړی ۲۹ کلن دی او د چارشنبې د ورځې په ډزو کې تورن پېژندل شوی، چې په کې د ملي ګارډ یو غړی ټپي او بل ووژل شو.

نوم این بي سي نیوز ته ویلي: “مونږ باور لرو، چې هغه دې هېواد ته له ننوتلو وروسته سخت دریځی شو.”

 هغې ویلي، چې د سخت دریځۍ بهیر په امریکا کې د “ټولنې او سیمه‌ییزو اړیکو” له لارې ترسره شوی. دغه راز د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ چارواکي د هغه له کورنۍ او هغو خلکو سره خبرې کوي، چې هغه یې پېژني.

رحمان‌الله لکنووال په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته قانوني کډوال شوی.

د رسمي معلوماتو له مخې؛ لکنووال په ۲۰۲۱ کال کې د بایډن ادارې د “متحدو همکارانو” تر پروګرام لاندې په قانوني ډول په افغانستان کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له خطر سره د مخ افغانانو د ځای پر ځای کولو او بیا میشته کولو پلان تر سرلیک لاندې امریکا ته داخل شو.

که څه هم هغه ته په رسمي ډول د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال پناه ورکړ شوې ده؛ خو کریسټي نوم ټینګار کوي، چې “د ارزونې ټول بهیر او امنیتي معلومات” د بایډن په اداره کې تر سره شوي دي.

هغې زیاته کړې: “د بایډن ادارې خلک پرته له ارزونې په الوتکو کې سپاره کړل او مستقیم یې امریکا ته د دې لپاره راورسول، چې وروسته به وارزوي. د دې خلکو د پلټنې په اړه ټول معلومات او اسناد د بایډن ادارې راټول کړل.”

د ټرمپ اداره د کډوالو ارزونه ګړندۍ کوي

د امریکا د کورني امنیت وزیرې ويلي، چې له دې پېښې وروسته د ټرمپ ادارې هڅې سختې شوي او غواړي د کډوالو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه او د اړیکو شبکې وارزوي.

د کډوالۍ د راتګ په اړه نوي بندیزونه

د واشنګټن له برید وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه، چې له “درېیمې نړۍ هېوادونو” څخه د کډوالو راتګ به تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شي.

کریسټي نوم زیاته کړې: “ولسمشر هوډ لري؛ د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه د کډوالۍ ټول بهیر ودروي، چې په دې اړه پراخه ارزونه ترسره شي.”

#آریانانیوز #امریکا #افغانستان #رحمان‌الله‌لکنوال #امنیت #افراطیت #واشنګټن‌ډي‌سي #برید #مهاجرت #افغان‌کډوال

Trending

Exit mobile version