تازه خبرونه

رحمان ملك: د انتر پول پوليسو په مرسته به فقيرمحمد پاكستان ته د محاكمې په موخه ولېږدول شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پاكستان وايي، د نړيوالو پوليسو له لارې به پر افغانستان فشار راوړي  تر څو په دغه هېواد كې نيول شوى پاكستانی طالب قوماندان فقير محمد ور وسپاري. د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې  د انتر پول پوليسو په مرسته به فقيرمحمد پاكستان ته د محاكمې په موخه ولېږدوي.

د پاكستاني طالبانو قوماندان مولوي فقير محمد تېره اوونۍ د افغانستان په ننګرهار ولايت كې ونيول شو.

نوموړي په باجوړ او سوات كې د پاكستاني طالبانو فعاليتونه تنظيمول.

د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك د هغه تر نيولو وروسته له افغان دولت څخه غوښتي و، چې نوموړى دوى ته وسپاري ځكه، چې په ترهګرو بريدونو كې لاس لري او د دوى تر تعقيب لاندې و.

د پاكستان د كورنيو چارو وزارت د يكشنبه په ورځ ( د کب ۶ ) وويل، د دوى د غوښتنې په اړه افغان دولت كوم اقدام نه دى كړى او اوس پاكستان په پام كې لري، چې د انتر پول پوليسو له لارې پرافغانستان فشار راوړي.

د پاكستان د كورنيو چارو وزارت يو مسئول  نوازش علي وایی:

موږ په پام كې لرو تر څو د انتر پول پوليسو په مرسته  پر افغانستان فشار راوړو او مولوي  فقير محمد  د محاكمي لپاره پاكستان ته وسپارل شي.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي:

په دې اړه څېړنې روانې دي، خو د زندانيانو د سپارلو په برخه كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ كوم هوكړه ليك نه دى لاسلیک شوی.

پاكستان په داسې حال كې د مولوي فقيرمحمد د ورسپارلو په برخه كې پر افغانستان د فشار راوړلو ټينګار كوي، چې افغانستان تردې مخكې ډېر ځله له پاكستان څخه غوښتي، چې په دغه هېواد كې بندي طالب مشران افغانستان ته وسپاري، خو هغوى دا كار نه دى كړى.

Trending

Exit mobile version