1393ټاكنې

رحیمي: د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره خبرې له سره پېل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، چې د دواړو ټیمونو د مرکچیانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره خبرې له سره پېل شوي او د دغو خبرو پېل ښه وو، چې په کې نوي وړاندیزونه او طرحې وړاندې شوې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا د دواړو کاندیدانو کوربه وه. ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره جلا جلا کتنې کړي دي.

لومړی  ولسمشر له عبدالله سره لیدلي او د دواړو کاندیدانو تر منځ یې د اختلافي مواردو پر ژر حل ور سره خبرې کړي دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند مجیب الرحمان رحیمي وایي، چې د دواړو ټاکنیزو ډلو مرکچيانو خبرې له سره پېل کړي او د خبرو پېل  له نویو وړاندیزونو او طرحو سره مل وو او خبرې ښې تر سره شوې.

خو د اشرف غني احمدزي ټیم نه دا خبرې تائید او نه هم ردوي.

د اشرف غنی د ټاکنیز ټیم ویاند طاهر زهېر وایي، اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ ( د وږي ۲۲) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له سیاسي مرستیال سره لیدلي دي او وروسته یې په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي، خو دغه ټیم وایي، چې دا لیدنې تشریفاتي او بې پایلې دي. د اشرف غني ټیم زیاتوي، چې دواړه کاندیدان به ژر خپلو کې وګوري.

ټاکل شوې وه، چې دواړه کاندیدان د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري خو ولسمشر د شانګهای سازمان څوارلسمې سرمشریزه کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ، او له ولسمشر سره د دواړو کاندیدانو لیدنه نن ( شنبې ورځ) تر سره شوه.

 

Trending

Exit mobile version