تازه خبرونه

رحیمي: وسله وال طالبان د سیاسي مخالفینو په توګه نه پیژنو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یوالي د حکومت اجرایه ریاست وايي، طالبان یوه تروریستي ډله ده او هغه څوک چې افغانان وژني، سیاسي مخالفین نه؛ بلکې د خلکو دښمنان دي او زیاتوي چې د افغانستان په زندانونو کې هیڅ سیاسي بندي نشته.
د رحیمي په وینا له زندان څخه خوشې شوي طالبان چې د جګړې ډګر ته ګرځي باید هغه کسان محکمې ته معرفي شي چې دغه طالبان یې له بنده خوشې کړي دي.
اجرايي ریاست دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا له ګوانتامو زندان څخه څلور طالبان خوشې کړي دي. امریکا ویلي چې دغه زندانیان دوی او افغانستان ته ګواښ نه پیښوي.
خیرګل، شاولي خان، عبدالغني او محمد ظاهر هغه کسان دي چې له ګوانتانامو څخه خوشې شوي دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د ګوانتانامو زندان د تړلو هڅې په روانې وساتي.
بارک اوباما: زه به د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره ټولې هڅې وکړم. دغه زندان څخه جهادیان او سخت دریځي الهام اخلي. په دغه زندان کې د زندانیانو ساتل زمونږ د هیواد له ازښتونو سره په تکړ کې دي.
بلخوا په افغانستان کې یو شمیر سیاسي ډلې او مدني ټولنې له ګوانتانامو زندان څخه د طالب زندانیانو په خوشې کیدو نیوکه کوي او وايي چې خوشي طالبان بیرته د جګړې ډګرونو ته ستنیږي.
له بلې خوا د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسول اسماعیل قاسمیار له امریکا غواړي چې په ګوانتانامو کې پاتې اته افغان زندانیان هم خوشې کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته وسلوالو طالبانو ته سیاسي مخالفین وویل؛ خو اجرايي ریاست وايي چې طالبان اوسنی حکومت نه مني او د خلکو دښمنان دي.

Trending

Exit mobile version