تازه خبرونه

رسا: په سل ورځني پلان کې په بودجه اته میلیارد افغانیو کسر بلانس له منځ یوسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا‌ وایي چې د خپل کاري پلان په سلو ورځو کې غواړي په ملي بودجه کې د اته میلیارد افغانیو کسر بیلانس لرې او دې مالي ستونزې ته مناسبه حل لار پیدا کړي.

ښاغلی رسا چې د رسنیو په حضور کې د خپلو سل ورځو کاري پلان رپوټ وړاندې کاوه، زیاته کړه چې وزارت یې د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته ژمن دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همدا راز د سوداګرۍ په برخه کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور په ګډ کار ټینګار وکړ.

دی وایي، ملي بودجه کې د اته میلیارد افغانیو د کسر بیلانس شته چې د حل لپاره یې لازم اقدامات په پام کې نیول شوي.

رسا وایي، افغانستان په نړۍ کې د پانګونې لپاره د یوسلو نهه اتیا بدو هېوادونو په ډله کې یوسلو دري اتیایم ځای لري چې د دغه موقعیت د بدلولو لپاره غواړي په پانګې اچونې، سوداګرۍ، صنعت او کاري ظرفیتونو تمرکز وکړي.

د وزارتونو د سلو کاري ورځو د پلانونو د وړاندې کولو بهیر د سې شنبې په ورځ پیل شو.

ولسمشر غني وایي، په سل ورځني پلان کې به په لومړي سر کې زیات تمرکز په وزارتونو وي او په دویمو سلو ورځو کې به په ولایتونو تمرکز وشي.

خبریال: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version