تازه خبرونه
رسمیات پیل شوي؛ خو ځنې زدکوونکي او ښوونکي ښوونځیو ته نه حاضریږي- د پوهنې وزارت
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ډېرو ښوونځیو ټولګي تش او زدکړه نشته. په داسې حال کې، چې دوه ورځې کیږي رسمیات پیل شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد وایي، دې چارې ښوونیز نصاب له ستونزو سره مخ کړی دی.
د غفور ندیم لیسې مدیر ضیاالدین وایي، کورنې باید په دې اړه بشپړه پاملرنه وکړي، چې اولاد یې درسونو ته حاضر شي.
کلپ: فریده فرید د زلیخا د نجونو لیسې مدیره
خو ښونکي وایی چې دوي ښونځیو ته حاضر شوي خو د زده کونکو شمېر لږ دی چې دوي یې هم ناهیلې کړي دي.
ښوونکې نفیسه عبرت وایي، که درس هم وي، شاګرد نه وي؛ مونږ حیران یو، چې چاته تدریس وکړو.
د پوهنې وزارت رسمي شمېرې ښیي، چې دا مهال نهه نیم میلیون زدکوونکي پر زدکړو بوخت دي، چې څلویښت سلنه یې نجونې دي.
خبریاله الاهه عمري