سیمه ییز خبرونه

رسنۍ دې د كوم ځانگړي كانديد په گټه تبلغات نه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون د رسنيو د څار كميسيون  رسنيو ته  خبردارى وركوي، چې بايد د كوم ځانگړي كانديد په گټه تبلغات ونه كړي.

رسنۍ، چې د عامه افكارو په جوړولو او ناسم لوري ته په بيولو كې مهم رو ل لوبولى شي، د ټاكنو خلپواك كميسيون هم پر رسينو غږ كوي، چې د ټاكنو په پروسه كې خپله بې طرفي وساتي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د  رسنيو د سرغړونو د څار كميسيون رييسه فريده نيكزاد رسنيو ته خبردارى وركوي، چې كه د كوم كانديد په گټه تبليغات وكړي، عدلي ارگانونو ته به معرفي شي.

د رسنيو د څار كميسيون غړى حشمت الله رادفر له رسنيو غواړي، چې د ټاكنو په اړه له واقعيت سره په ټكر كې داسې مطالب خپاره نكړي، چې د ټاكنو پر پايلو ناوړه اغېز وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو په باب په تېرو څو ورځو كې د بېلا بېلو بنسټونو لخوا نظر پوښتنې شوي، چې د ځينو كانديدانو له تند غبرگون سره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version