تازه خبرونه

رسنۍ دې هغه راپورونه نه خپروي، چې په ټاکنو کې د خلکو د نه گډون لامل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د رسنیو یو شمېر مسوولین، چې د دوشنبئې په ورځ(د غبرگولي۵) له کابل او ولایتونو څخه د ژورنالستانو د ملاتړ په اداره کې را ټول شوي ول، چې د دوه یم پړاو ټاکنو د پوښښ په اړهیو لړ هوکړو ته ورسیدل.

د نۍ مشر صدیق الله توحیدی وايي، چې د ټاكنو په دوه يم پړاو کې باید رسنۍ بي پلوه واوسي او د هغو راپورنو له خپرولو ډډه وکړي، چې د ژبنیو او قومي تعصباتو لامل گرزي.

له بل لوري له ژورنالستانو څخه د ملاتړ اداره د ټاکنو له خپلواکو کمیسيونونو غواړي، چې له رسنیو سره د مالوماتو په شریکولو کې په یو ډول عمل وکړي او همداراز له امنیتي چارواکو يې وغوښتل، چې د ټاکنې په ورځ د خبریالانو د امنیت د ټینگښت په اړه جدې اقدامات په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version