تازه خبرونه
رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده- ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده.
شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.
ستانکزي ويلي: «په ننني عصر او پېر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد لپاره ستره اړتيا ده او دا سکټور بايد پياوړى شي. ويناوال بايد پياوړي او له هر ډول حالاتو سره د مقابلې توان ولري او د حالاتو د مقابلې لپاره بايد هڅه وکړي، چې د خپل کاري چاپېريال تر څنګ د هېواد او ټولنې په اړه هر هم اړخيز معلومات ولري.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند خبيب غفران هم ويلي: « د دغې غونډې اصلي هدف د اسلامي امارت د مرکزي دفترونو د وياندويانو د ظرفيتونو لوړول او دغه راز معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالى دى.»
له بلې خوا یو شمېر خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه هم غواړي، چې دوی ته دې معلومات پخپل وخت او هر اړخیز ورکړ شي.
د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي په دې اړه ويلي: « د ژورناليستانو او رسنيزو بنسټونو دنده ده، چې په دې برخه کې د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو او د ليک لوست او د رسنيزو اخلاقو او روزنې په برخه کې له رسنيو څخه ملاتړ وکړي؛ خپل بې پرېتوب وساتي او له نوښت ډک کار ترسره کړي.»
خبريال روح الله دانش څرګنده کړې: ” اړتیا ده، چې د افغانستان رسنۍ له ډېر ملاتړه برخمنې شي؛ ځکه دوى نه يوازې د اطلاعاتو په برخه کې، بلکې په ټولنه کې د پوهنې، فرهنګ او فرهنګي ودې د بنسټيزه کولو په برخه کې هم ځانګړى رول لري.”
دا په داسې حال کې ده، چې د درې کلونو پر تېرېدو هم خبریالان وايي، چې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او دا ستونزه بشپړه حل شوې نده.