نړۍ

رشي سوناک د بریتانیا لومړی وزیر شو

Published

on

په هند کې زیږیدلی سیاستوال ریشي سوناک د بریتانیا د محافظه کار ګوند مشرتابه ته غوره او د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه د لیز تریوس ځایناستي شو.

د بريتانيا د محافظه کار ګوند مشر په رسمي توګه د جانسون د حکومت د ماليې وزير سوناک برياليتوب او د دغه ګوند د مشر او د بريتانيا د لومړي وزير په توګه د هغه ټاکنه اعلان کړه.

د بريتانيا د محافظه کار ګوند مشر مودانت تویت کړی؛ ریشي زما بشپړ ملاتړ لري. زه پرې ویاړم، چې کمپاین مو تنظیم کړی او له هر هغه چا مننه کوم، چې زمونږ ملاتړ یې کړی دی.

رشي سوناک د برتانیا دغه تورپوستی ځوان له ۱۸۱۲ ز. کال راپدیخوا د دغه هېواد په تاریخ کې ټولو بډایه لومړی وزیر وپېژندل شو.

ځینې ​​راپورونه څرګندوي، چې پاچا چارلس به په ​​رسمي ډول د لیز تریوس استعفا ومني او ریشي سوناک به د لومړي وزیر په توګه اعلان کړي.

۴۲ کلن ریشي سوناک، په انګلیستان کې د هندي مهاجرینو اولاد دی، چې د بریتانیا حکومت مشري کوي. هغه د ۲۰۱۶ د ریفراندم راپدیخوا پېنځم لومړی وزیر نومول شوی، چې په انګلستان کې د بې ساري اقتصادي او سیاسي کړکیچ دوره پیلوي او شونې ده، چې له ۱۰ سلنې انفلاسیون او پراخه اعتصابونو سره د معاملې لپاره نوې هڅې پیل کړي.

Trending

Exit mobile version