سیمه ییز خبرونه
رهبرۍ ته د ځوانانو د هڅولو درې ورځنى سيمنار جوړشو
د زده كړيالو نړيوالې ټولنې يا ايسك يوه غړي بنسټ په كابل كې رهبرۍ ته د ځوانانو د هڅولو په موخه درې ورځنى سيمنار جوړكړ.
د سيمينار مسوولين وايي، چې:
گډنوالو ته مو دا فرصت برابر كړى، چې د نړى د پرمختلليو هېوادونو د لوستو ځوانانو له تجربو د هېواد په پرمختگ كې گټه پورته كړي.
په دغه سيمينار كې، د سه شنبې په ورځ (د لړم۲۳) پيل شوى؛ د كابل پوهنتون لسگونه محصلين يې گډونوال دي.
په افغانستان كې د زده كړيالو نړيوالې ټولنې مسوول احمد مسيح وايي:
په دغه سيمينار كې هڅه كيږي، چې ځوانان د رهبرۍ رول لوبولو ته وهڅول شي او په بېلا بېلو برخو كې خلاقيت رامنځته كړو.
د مشرانو جرگې پخوانى رييس صبغت الله مجددي څرگنده كړې، چې:
دا، چې د هرې ټولنې د پرمختگ او سوكالۍ په برخه كې ځوانه ځواك ارزښتمن رول لوبوي، نو ځوانان هم هڅه كوي، چې له ځانه نوښت وښيي او په ټولنه كې ځان مطرح كړي.
د محصلينو نړيواله ټولنه په نولس سوه اته څلوېښت كال په هالنډ كې جوړه شوې او د افغانستان په گډون د نړۍ يو سل و لس هېوادونه يې غړيتوب لري.