تازه خبرونه

د جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه

کروپالا د« بیلډ» ورځپاڼې له« اونټر ټسوای» پوډکاسټ سره په مرکه کې، چې د نومبر پر شلمه( د جمعې پر ورځ) خپره شوې ویلي، چې په دې ډله کې د اوکراین، سوریې او افغانستان هغه وګړي هم شامل دي، چې په جرمني کې قانونه ژوند کوي.

Published

on

 

د جرمني د ښي اړخي ګوند ګډ مشر تینو کروپالا له دې هېواده د ۲.۶ میلیونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنېدا غوښتنه کړې ده. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین د جګړې له پای ته رسېدا او په سوریه او افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدا سره به دغه وګړي نور نړیوال ملاتړ ته اړتیا ونه‌لري.

کروپالا د« بیلډ» ورځپاڼې له« اونټر ټسوای» پوډکاسټ سره په مرکه کې، چې د نومبر پر شلمه( د جمعې پر ورځ) خپره شوې ویلي، چې په دې ډله کې د اوکراین، سوریې او افغانستان هغه وګړي هم شامل دي، چې په جرمني کې قانونه ژوند کوي.

هغه زیاته کړې، چې د هغو کسانو ترڅنګ، چې جرمونه یې کړي یا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي؛ د دغو هېوادونو هغه وګړي هم باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي، چې د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لاملونه یې له منځه تللي وي.

د کروپالا دغو څرګندونو د هغه په ګوند کې غبرګونونه او اختلافونه راپارولي دي.

د دغه ګوند یوه غړي ماکسیمیلیان کرا له دې مخکې د کډوالو د ایستلو په بهیر کې د غیرواقعي تمو په اړه خبرداری ورکړی و او څرګندوي، چې ان د ۲۰۰ زره کسانو ایستل به هم له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا په تاریخ کې تر ټولو پراخ عملیات وي.

په همدې حال کې د کډوالۍ چارو کارپوه او د جرمني د کنسټانټس پوهنتون استاد ډانیل ټیم ویلي، چې د کروپالا څرګندونې داسې انګېرنه رامنځته کوي، چې ګواکې میلیونونه اوکراینیان، سوریایان او افغانان به په چټکۍ او ډله‌ییزه بڼه له جرمني وایستل شي؛ خو په داسې حال کې، چې د هر وګړي د نړیوال ملاتړ وضعیت باید بېلابېل وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version