تازه خبرونه

روان تاوتریخوالی خلکو ته د منلو ندی – نادر نادري

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۳۹۹)

د حکومت د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړي نادر نادري ویلي؛ که په هېواد کې تاوتریخوالی روان وساتل شي؛ حکومت به د روانې جګړې او سولې پر خبرو له سره غور وکړي. په داسېحال کې، چې جګړه په هلمند کې روانه ده او تاوتریخوالی هم په ټول هېواد کې ډېر شوی دی.

نادر نادري له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي: که د تاوتریخوالي کچه لوړه شي یا د اوږدې مودې لپاره روان وي؛ د حکومت د خپلمنځي خبرو پر پلاوي به د خلکو فشارونه ډېر شي. مونږ به له خلکو سره خبرې وکړو، چې آیا د جنګ او خبرو اترو دوه لارې به سولې ته لار اواره کړي او که نه.

نوموړي زیاته کړې، چې له جګړې او تاوتریخوالي را منځته شوې ستونزې نورې د منلو ندي.

نادري د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د پلاویو له خبرو د کوم پرمختګ هیله شته ویلي؛ دوی هڅه کوي د حل لارې د موندلو او اړتیا تر منځ تعادل رامنځته کړي او ګړندی بهیر دوامداره سوله زیانمنه نکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې له ورځې په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي؛ په لسګونه زره خلک هم ترې بې ځایه شوي، د ولایت په یو شمېر برخو کې برښنا پرې شوې او یو شمېر مخابراتي شبکې تړل شوې دي.

Trending

Exit mobile version