سیمه ییز خبرونه

روسيه او هند د ترهگرۍ په وړاندې له گډو هڅو خبر وركوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پنجشنبې په ورځ(د تلې ۱۱) د هند او روسيې د بهرنيو چارو د وزيرانو خبرې د افغانستان پر موضوعاتو را وڅرخيدې. دغه دوه هېوادونه اوس هم اندېښنه لري، چې د  ۲۰۱۴ م كال په پاى كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به په دغه هېواد كې  د ناامنيو لمن پراخه شي .

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف وايي:

مونږ په راتلونكي كې د افغانستان د امنيت په باب اندېښنه لرو او همدا راز دا اندېښنه هم را سره ده، چې ناامنۍ به د روسيې پولې ته را ورسيږي. مونږ له خپلو هندي ملگرو سره په هغږى كې يو، چې په افغانستان كې پر پېښيدونكيو پېښو له نږدې خبرې وكړو ، په ځانگړي توگه د ۲۰۱۴م كال په پاى كې، چې له افغانستان څخه بهرني ځواكونه وځي.

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد له خپل روسيې سيال سره په يوه گډه خبري غونډه كې وويل، چې:

مونږ د افغانستان د بدلونونو او د ترهگرۍ د گواښ په اړه، چې نه يوازې د افغانستان؛  بلكې د سيمې او نړۍ امنيت ته گواښ دى، خبر اترې وكړې.

د دوى په وينا، هند او روسيه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي، چې افغانستان په باثباته  او له ترهگرۍ څخه پر پاك هېواد بدل شي.

Trending

Exit mobile version