سیمه ییز خبرونه
روسيه به د ۲۰۱۲ع کال تر پایه ۲۱( مى- ۱۷ ډوله) چورلكې افغانستان ته وسپاري
روسيه وايي:
په پام کې ده، چې د روان عيسوي كال ترپايه افغانستان ته د ۲۱(مى- ۱۷ډوله) چورلكو(څرخكيو) د وركولو لړۍ پيل او د ۲۰۱۲ ع کال ترپایه به ټولې هغه هليكوپتر افغانستان ته وركړي، چې روسيې يې له امريكا سره ژمنه كړې ده.
روسي چارواكو ويلي، چې:
دا د هغه تړون له مخې افغانستان ته وركول كيږي، چې روسيې له امريكايي چارواكو سره لاسليك كړى و.
د روسیې د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ویچیسلاو ژېرکالي، چې د دې هېواد د تخنیکي و پوځي همکاريو چارې تنظیموي وايي:
دا چورلكې له روسیې سره د امریکا د دفاع وزارت د توافق پربنسټ افغانستان ته ورکول کېږي.
په دې اړه هوكړه د روان کال په مى میاشت کې شوې وه.
ژېرکالي وویل:
په جولای کې یوه امریکايي پلاوي په کازان کې د دې چورلكو د تولید له فابریکې څخه ليدنه وکړه؛ دا فابریکه يې په دقت وکتله او د فابریکې د چارو له نظم او کیفیت څخه هك پك شول.
د روسیې د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ويلي، چې:
دوی په دې اړه له امریکايي چارواکو سره منظمې اړيكې لري او یوه گډه کاري ډله یې هم جوړه کړې ، چې د توافق پرعملي کولو څارنه وکړي.
د فډرالي خدماتو د ادارې رييس ویچیسلاوژېرکالي ژمنه كړې، چې:
په توافق کې یوازې افغانستان ته د یادو شویو چورلكو استول نه، بلکې په هغو کې د بدليدو وړ تجهیزاتو د برابرولو او ترمیم شرط هم شامل دی.
د دې هوكړې له مخې افغانستان ته د دې روسي هیلیکوپټرو د دوهمې جوپې ورکول او د هغو د ترمیم لپاره د شرایطو برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.
د دې چورلكوو د صادروونكي شركت چارواكو ويلي، چې افغانستان ته د دې چورلكو د استولو کار به بشپړ شي او په دې برخه کې د امریکا او روسیې ترمنځ د نورو همکاریو امکانات هم شته.
