سیمه ییز خبرونه
روسيه د افغانستان سرحدي سرتېري سمبالولوي
د كورنيو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال وايي، چې روسيه به د افغانستان د شمالي پولو له ساتونكيو پوليسو سره د پرمختلليو تجهيزاتو مرسته كوي.
افغانستان د مركزي آسيا له هېوادونو سره نږدې دوه زره څلور سوه كيلومتره كډه پوله لري. د نشه يي توكو د قاچاق د مخنيوي او د وسلوالو اورپكو د تګ راتگ د مخنيوي لپاره د دغې پولې څارنه پرمختلليو وسايلو او د پوليسو تجهيز ته اړتيا لري.
د كورنيو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال جمال ناصر وايي، چې روسيه غواړي د افغانستان د شمالي سرحدونو د ساتونكيو پوليسو سره د پرمختللو وسلو او تجهيزاتو مرسته كوي.
ښاغلى جمال ناصرزياتوي:
روسيه غواړي د افغانستان او مركزي آسيا په پوله كې امنيتي كمرې نصب كړي، افغان سرتېرو ته چورلكې او وړې كښتۍ هم وركړي.
د مركزي آسيا له هېوادونو سره د افغانستان د گډې پولې په خواوو كې د ناامنيو له زياتيدو سره د روسيې اندېښنې هم زياتې شوې دي.