سیمه ییز خبرونه
روسيې د ناتو او امريكا د پوځي ماموريت د تنظيميدو غوښتنه وكړه
روسيه په افغانستان كې د نړيوالو سرتېرو پاتې كيدو او يا هم په بشپړه توگه له دغه هېواده د وتو په اړه له احتياطه ډك غبرگون او دريځ خپلوي.
د روسې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاورف په بروكسل كې د ناتو له عمومي منشي سره په خبرو كې ويلي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د ناتو او امريكا ماموريت بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې پر بنسټ وي.
د روسې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاورف په ډاگه كړې، چې مونږ له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنه لرو؛ خو په كار ده، چې خبرې اترې دوام ومومي، تگلاره روښانه شي او مونږ پرې پوه شو، چې له مخې يې امريكا او ناتو غواړي په افغنستان كې پاتې شي. د پاتې كيدونكيو سرتېرو هدف او ماموريت بايد روښانه وي او دا كار بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې له مخې وشي.
لاورف ويلي، چې د افغانستان د حالاتو كابو كول يوه واحد حركت ته اړتيا لري. ده وويل، چې روسيه د اروپايي هېوادونو د ا منيت د همكاريو سازمان له هغې غوښتنې سره موافقه لري، چې غواړي د افغانستان پوځونو ته كدر وروزل شي.
دغه راز هغه زياتوي:
د اروپا د امنيت او همكاريو سازمان په غونډه كې د افغانستان په اړه خپور شوى پرېكړه ليك دا ثابتوي، چې په افغانستان كې له ستونزو سره بايد متحدانه مبارزه وشي. موږ په افغانستان كې د حالاتو د كابو كولو لپاره د هڅو ملاتړ كوو.
د اروپا د امنيت او همكاريو سازمان په غونډه كې د اوكراين د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د دغه هېواد يو شمېر څارونكي به د افغانستان له را روانو ټاكنو څارنه وكړي.