تازه خبرونه
روسيې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت له مبارزې ستاينه وکړه
(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۴۰۲)
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار د روسیې د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې مرستیال الکسي دروزدف او په افغانستان کې د روسیې سفارت له نشهیي توکو سره د مبارزې استازي سرګي ساوچګین سره ولیدل.
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې همکار له روسیې څخه غوښتنه کړې، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي.
د روسیې کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې اداري مرستیال د یادو توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبازره ستایلې او د هر راز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.