نړۍ

روسي اوبتل له ترکیې تېر او تور سمندرګي ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۰)

د روسیې رستوف نه دنو نومی اوبتل د یکشنبې پر ورځ د ترکیې له باسفورس تنګي تېر او د اوکراین پر سر د مسکو او لویدیځ تر منځ د کړکیچ تر چتر لاندې تور سمندرګي ته روان شو.

رویټرز راپور ورکړی، چې له دې مخکې د روسیې شپږ سمندري کښتۍ هم په تېره اوونۍ کې د باسفورس تنګي له لارې تور سمندرګي ته رسېدلې دي.

RIA خبري آژانس د دغې بېړۍ په اړه راپور ورکړی، چې روسیې کریمیا ټاپو ته نږدې په تور سمندرګي کې له ۳۰ څخه د ډېرو کښتیو پر مټ روزنیزې پوځي هڅې پیل کړي؛ ځکه لویدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې په اوکراین کې هره شېبه جګړه بلېدلی شي.

روسیې تېره میاشت څرګنده کړې وه، چې په روانه میاشت کې د دوی سمندري ځواکونه به له ارام سمندر څخه تر اتلانتیک پورې د خپلو ټولو بېړیو په ګډون پراخې روزنیزې پوځي هڅې پیل کړي او له لویدیځ سره د روان خنډ په بهیر کې به د خپل واک او ځواک وروستۍ نندارې وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version