تازه خبرونه

روسي پوځ د تاجکستان-افغانستان پولې ته نږدې پوځي روزنه پای ته ورسوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ ورځو کې د افغان- تاجک پولې ته نږدې د روسیې پوځي روزنیزې هڅې پرون (شنبه د لړم لومړۍ / د اکتوبر ۲۳) پای ته ورسېدې.

رویټرز د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دا پوځي هڅې د دې لپاره رامنځته شوې، چې له افغانستان څخه پر تاجکستان د برید د مخنیوي لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړ.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو سره د تاجکستان اړیکې له پیل څخه ښې نه وې او د پولې دواړو خواوو ته د وسلوالو د ډېریدو راپورونو هم په مسکو کې اندېښنې راپورته کړې.

په دې پوځي هڅو کې د ډله ییز امنیت تړون ټولنې غړيو؛ بېلاروس، ارمنیا، قزاقستان او قرغزستان برخه درلوده، چې په کې له ۴۰۰۰ ډېر سرتېري د ټانکونو، توپخانو او الوتکو برخمن ول ونډه درلوده.

رویټرز څرګنده کړې؛ د ډله ییز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي ستانیسلاو زاس ویلي، چې د پوځي روزنې موخه مو دا ده، چې پر تاجکستان به یرغل ته اجازه ورنکړ شي او مونږ به تاجکستان د ګواښونو پروړاندې یوازې نه پریږدو.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې د افغانستان اوسنی وضعیت ډاډمن ندی او ترهګر هڅه کوي، چې ترې ګټه پورته کړي. په افغانستان کې اوس هم د تروریزم او مخدره توکو له قاچاق او ګواښه وېره شته دی.

Trending

Exit mobile version