نړۍ

روسي ځواکونه د وضعیت څارنې لپاره قزاقستان ته ننوتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې، چې روسیې نن سهار (پنجشنبه د مرغومي ۱۶) خپل لومړني سوله ساتي ځواکونه قزاقستان ته ولېږل، چې د حکومت پر ضد اعتراضونه کنټرول کړي.

راپور زیاتوي، چې روسي ځواکونه د قزاقستان د ولسمشر قاسم جوماروت توکایف په غوښتنه قزاقستان ته استول شوي؛ خو پوره شمېر یې په ډاګه کړی ندی.

په قزاقستان کې د وروستیو مظاهرو او د کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې د لسګونه لاریونکوونکيو د وژل کېدو او له زر ډېرو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.

د قزاقستان دولتي ټلویزیون ویلي، په نښتو کې تر اوسه ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

راپورونه په ډاګه کوي، چې قزاقستان ته ټولې الوتنې ځنډول شوي او بانکي خدمات هم درېدلي دي.

څلور ورځې وروسته له هغې، چې په دې هېواد کې وضعیت خراب شو، لاریونوالو پر دولتي ودانیو، ټلویزیونونو، هوايي ډګرونو او یو شمېر نورو ادارو بریدونه کړي دي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د تېلو د بیو له لوړېدو وروسته لاریونونه پیل شول او ورو ورو پراخ  او پر تاوتریخوالي واوښتل.

Trending

Exit mobile version