نړۍ
روسي ځواکونو د اوکراین په دونیڅک کې نیویورک ښارګوټي لاندې کړ
شهر نیو یورک که جمعیت آن پیش از جنگ کمتر از ۱۰۰ هزار نفر بود، در خط راه آهن به اسلوویانسک، قرار دارد. شهری که مسکو برای مدتها قصد داشت آنرا تصرف کند.
د روسیې پوځ د سې شنبې پر ورځ ( د زمري دېرشمه) څرګنده کړې، چې ځواکونو یې د اوکراین په ختیځ کې د نیویورک ښار ستراتیژیک لوژیستیکي مرکز اداره خپله او د اوکراین د دونیڅک د ټولې سیمې د نیولو هڅې یې چټکې کړې دي.
روسیې دا ښار نوایګورودڅک ونوماوه، چې اوکرایني ځواکونو په ۲۰۲۳ کې نیویورک نومولی و.
د روسیې دفاع وزارت په دغه ښار کې د دغه هېواد د پوځ د عملیاتو په اړه په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: زمونږ د مرکزی قطعې د پراخو عملیاتو په پایله کې د دښمن یوه ستره قطعه له ماتې سره مخ شوه او د اوکراین یو ستر ښارګوټی تورستوک او د نوای ګورودڅک مهم لوژستیکي مرکز آزاد شول.
د نیویورک ښارګوټی، چې له جګړې مخکې نفوس یې له ۱۰۰ زره څخه لږ ول؛ سلوویانڅک ته د اوسپنېپټلۍ تر څنګ پروت دی، چې مسکو یې له ډېر وخت راپدېخوا د نیولو نیت درلوده.
د اوکراین د خوروتڅیا ځواکونو د ټلیګرام په یوه سهارني راپور کې اعلان کړی، چې روسي ځواکونو د نیویورک په ګډون په بېلابېلو سیمو کې څلیریشت ځله د پرمختګ هڅه کړې ده.
د دوشنبې پر ورځ د روسیې پر ملاتړ یوه چارواکي ولادیمیر روګوف یوه ویډیو خپره کړې، چې یو روسي سرتېری په نیویورک ښارګوټي کې پر ودانۍ د روسیې بیرغ پورته کوي او د اوکراین سوځول شوی بیرغ پر ځمکه پروت دی.
